د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کښي یو سړي د خپلي مېرمن سر پرې کړی وروسته ئې د هغې مور او پلار(خواښې او خسر) هم د چاقو په واسطه وژلي دي.
سیمهییزو سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي دا پېښه تېره شپه د ادرسکن ولسوالۍ په «ګلهتوت» کلي کښي رامنځ ته سوې ده.
د دې وژنو انګېزه لا تر اوسه روښانه نه ده.
د هرات د ط..البانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم دا خبر تایید کړی دئ.
د یادوني وړ ده، چي تېره ورځ هم د هرات په مرکز کښي یوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل سوې وه.
د ط..البانو له بیا واکمنۍ وروسته، د ښځو او نجونو پر وړاندي تاوتریخوالی زیات سوی دئ.