په هلمند کي اورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

مسوولین وایي، د وروستیو اورښتونو، ږلیو، سېلابونو ا وتندر لوېدو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد وایي، په مارجې او بابا جي ولسوالیو کي ۲ تنه مړه سوي او د دریو تنو ماشومانو په ګډون یوه ښځه ټپي سوې ده.
د هغه په وینا، د یاد ولایت په موسي کلا، باغران، مارجې، باباجي، ناوې، کجکي، سنګین او ناومېش ولسوالیو کي د اورښتونو له امله ځني کورونه نړېدلي او د خلکو ډېر وسایط د اوبو په منځ کي بند پاته وه چي ژغورل سوي.
هغه زیاته کړه، د سختو ږلیو او توفاني بادونو له امله ډېری د غنمو فصلونه او باغونه زیانمن سوي او دغه راز د موټرونو ښیښې او سولري هنداري هم ماتي سوي دي.
وروستیو اورښتونو او سېلابونو د هلمند تر څنګ په ډيرو نورو جنوبي ولایتونو کي هم خلکو ته زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي.