په هلمند کي او د کابل- هرات پر لویه لار په دوو جلا ټرافیکي پېښو کي ‏اووه تنه مړه سوي دي

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په یوې ویالې کي د یو موټر لوېدو په پېښه کېي شپږ کسان مړه سوي دي. سرچینې وایي، چي ‏موټر چلوونکی پر ټیلیفون د خبرو لپاره له موټره ښکته سوی وو، په موټر کي ناستو کوچنیانو موټر ګېر ته اچولی او کله چي موټر چلوونکی موټر ته ورغلی؛ نو موټر ویالې ته لوېدلی چي له امله یې ۶ کسان مړه سوي دي.

ویل کېږي، چي دغه موټر د نادعلي ولسوالۍ پر لور روان وو.

بل خوا د غزني مقر ولسوالۍ اړوند د کابل- هرات پر لویه لار د ټرافیکي پېښي له امله یو تن مړ او یو بل ټپي سوی دی.

د امنيې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، چي دغه پېښه نن سهار د باروړونکي موټر د اوښتو له امله رامنځته سوې چي په پایله کي یې موټر چلوونکی مړ سوی او یو بل کس بیا سخت ټپي دی.