د هلمند څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د جمعې په ورځ د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کي اکا خپل دوه وراره ګان ويشتلي دي، چي يو ئې وژل سوی او يو ئې په ټپي حالت کي روغتون ته انتقال سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي قاتل تر پېښي وروسته د سيمي څخه تښتېدلی دئ او د پېښي اصلي انګېزه هم تر اوسه پوري نه ده معلومه.
بلخوا بيا د هلمند د ط..البانو امنيتي کسانو هم دغه پېښه منلې ده، خو په اړه ئې نور جزئيات نه دي ورکړي.
بايد وويل سي، چي تر دې پېښي يوه ورځ وړاندي هم د هلمند په مارجې ولسوالۍ کي خپلوانو يوه مور او زوی وژلي وو او وروسته ئې د غواوو په اطاق کي ښخ کړي وو.