د هلمند په باغران ولسوالۍ کي د انسان تښتوونکو هغه پنځه کسيزه ډله نيول سوې ده، چي د شمالي وزيرستان څخه ئې يوتن تښتولی وو او وروسته ئې د هلمند باغران ولسوالۍ ته انتقال کړی وو او د تښتول سوي کس له کورنۍ څخه ئې د ۷۰ ميليونو کالداروغوښتنه کړې وه.
په هلمند کي د ط…البانو مسؤلين وايي، چي د يادي ډلې څخه ئې تښتول سوی وزيرستانی کس ژغورلي دئ او په خبره ئې چي د يادي انسان تښتوونکي ډلې څخه ئې پنځه تن د يو ميل کلاشنکوف او يو ميل توپنچې سره يو ځای نيولي خو يو تن ورڅخه په تېښته بريالی سوی دئ.