په هلمند کي د ترافیکي پيښي له امله شپږ تنه ټپيان سوي

د کندهار – هرات پر لویه لار د یوسفي ټرانسپورټي شرکت مسافر وړونکي موټر او ټونس موټر د ټکر له امله په ټونس موټر کي ٦ تنه ټپیان سوي چي درې پکښي ښځي دي.
پېښه تېره شپه ناوخته د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په نورزو سیمه کي رامنځ ته سوې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چي په دې پېښه کي د دوو تنو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او د درملني لپاره د مرکز لښکرګاه ولایتي روغتون ته او پاته نور د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته لېږدول سوي دي.
مسوولین وایي، دا ډول پېښي اکثره وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکي قوانینو نه مراعتولو، خرابو سړکونو او تېز تګ راتګ له امله رامنځ ته کېږي.
تر دې څو ورځي مخکي هم په ياده ولسوالي کي د یوې ترافیکي پیښي له امله ۵۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.