په هلمند کي د فوټبال سيالۍ د اريانا لکي لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت په گرمسېر ولسوالۍ کي د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چي يوه اوونۍ مخکي پيل سوي وې، د اريانا لکي لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، د يادو سياليو په پايلوبه کي اريانا لکي لوبډلي خپلي سيالي شاهين افغان لوبډلي ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *