په هلمند کي د هالنډ کمېټې په همکارۍ د ۲۵ تنو بزګرو سره مرسته وسوه

د هلمند ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په مالي مرسته په مرکز لښکرګاه کي د ٢٥ تنو بزګرانو سره د شپیشتو تخم او زراعتي توکو مرسته وسوه.
مسوولین وایي، هر بزګر ته ٣ کیلو ګرامه د شپيشتو تخم، ١٤ کیلو ګرامه تور کود بيلچه او داسي نور توکي ورکړل سوه.
د مسوولینو په وینا، دغه مرستي د بزګرو د ملاتړ په موخه تر سره سوي ترڅو دوی وکولای سي خپلي لومړنۍ اړتیاوي ورباندي پوره کړي.
بل خوا بزګران له مرستو خوښ دي خو غوښتنه کوي چي د کرني په برخه کي باید بنسټیزي مرستي زیاتي سي ځکه دا بسنه نه کوي.