په هلمند کي د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سيالۍ د ازادلوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت په لښکرگاه ښار کي د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپنۍ سيالۍ، چي درې اوونۍ مخکي پيل سوي وې، د ازاد لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، د يادو سياليو په پايلوبه کي ازاد لوبډلي خپلي سيالي بېنوا لوبډلي ته د ۲۲ منډو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د مسوولینو په وینا، دا ډول سیالۍ به د ځوانانو تر منځ د ورزش د ودي لپاره دوام ولري.