په هلمند کي د ټېپ بال کرکټ گروپي سيالۍ پيل سوې

د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کي د لسو لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د ټېپ بال کرکټ گروپي سيالۍ پيل سوې.

مسوولین وایي، دغه سیالۍ چي شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کي ذاهد اتلانو لوبډلي خپلي سيالي مرکزي اتحاد لوبډلي ته د لسو ویکټو په توپير ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *