په هلمند کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل سوې

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په بولان سیمه کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل سوې چي یوه میاشت به دوام وکړي.

مسوولین وایي، د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د عبرت او بولان اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په پایله کي یې عبرت لوبډلي د ۹۶ منډو په توپیر خپلي سیالي بولان اتلانو لوبډلي ته ماته ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *