په هلمند کي د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عظیمي لوبډلي په اتلولي پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کي د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عظیمي لوبډلي په اتلولي پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، د یادو سیالیو پایلوبه د عظیمي او مارجه بلاک لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په پایله کي یې عظیمي لوبډلي د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلي سیالي لوبډلي ته ماته ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *