په هلمند کي هم د ژونديو موجوداتو پر انځور نشرولو بندیز لګول سوی

د هلمند ولايت د يوه تلوېزيون خبريال چي نه ئې غوښتل، نوم ئې نشر سي، څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت ط..البانو په ټولو تصويري رسنيو کي د ژوندي موجوداتو د انځور پر نشرولو بنديز لګولی.
د هغه په خبره چي دغه پرېکړه د پنج شنبې په ورځ د هلمند ولايت د امرب.االمعروف مسئولينو تر اداري مجلس وروسته کړې.
د هغه په وينا چي د ط..البانو د دغه بنديز په وسيله هڅه کوي، چي رسنۍ سانسور او د حقيقت ژبه بنده کړي.
بايد وويل سي، چي ط..البان د امرب.االمعروف د قانون له مخي رسنيو ته اجازه نه ورکوي، چي د ژونديو موجوداتو انځور او يا هم ويډيو دي نشر سي.