په هلمند کي په اوبو کي د ډوبېدو له امله دوه کوچنیان مړه سوي دي

چارواکي واي، د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کي دوه کوچنیان په اوبو کي د لمبېدو پر مهال ډوب او مړه سوي دي.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض وايي، دغه پېښه تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ د نري پُل سیمه کي رامنځ ته سوې.
د هغه په وینا، دغه دوه کوچنیان چي یو یې څلور کلن هلک او بله اوه کلنه نجلۍ وه په دغه سیمه کي د یوې لويي ویالې (بغرا) اوبو ته لوېدلي وه چي بیا په اوبو کي ډوب سوي وه.
ده زیاته کړه، د نادعلي او مارجې ولسوالیو د امنیتي مسوولینو په هڅو د نجلۍ جسد د نادعلي په شنه کلي او د هلک جسد په مارجې ولسوالۍ کي تر لاسه سوي او کورنیو ته یې سپارل سوي دي.