د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د دوهمي حوزې اړوند د بست شاهي صالون څنګ ته په رڼا ورځ وسلوالو غلو د یوه کس څخه دوسلي په زور موټرسیکل اخیستی، چي د سیمي د اوسېدونکي د کورونو څخه ورباندي راوتلي او غله له سیمي څخه تښتېدلي دي.
د دغه سیمي اوسېدونکي د یاد ولایت د امنیتي مسؤلینو څخه په دغه ساحه کي د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.