په هلمند کي څلور ورځي وروسته د هغه ځوان جسد موندل سوی چي اوبو وړی وو

د هلمند ولایتي مسوولین وایي، د هغه ۱۹ کلن ځوان جسد موندل سوی چي په سنګین ولسوالۍ کي څلور ورځي مخکي اوبو وړی وو.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض وایي، څلور ورځي مخکي د دې ولایت په سنګین ولسوالۍ کي د حکمت الله په نوم یو ۱۹ کلن ځوان د لمبېدلو پر مهال د سیند اوبو وړی وو.
د هغه په وینا، د دغه ځوانان د جسد پېدا کېدو لپاره د مسوولین او عامو خلکو له خوا پرلپسې هڅي رواني وې چي نن سهار یې جسد په اوبو کي پيدا او کورنۍ ته یې وسپارل سو.
په هلمند او کندهار کي هر کال د دوبي موسم پر مهال په اوبو کي ډېری ځوانان د بې احتیاطۍ له امله مړه کیږي.