په هلمند کي ۱۳ موټره قاچاقي خوراکي توکي نیول سوي دي

چارواکي وایي، د هلمند امنیه قومندانۍ منسوبینو ۱۳ موټره بار خوراکي او غیر خوراکي توکي نیولي او ضبط کړي چي په ناقانونه بڼه له پاکستان څخه هیواد ته پر قاچاقي لارو راوړل سوي وه.
د کورنيو چارو وزارت وایي، د دغه توکو په تړاو ۱۳ تنه موټر چلوونکي نیول سوي او د څېړنو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته سپارل سوي دي.
له دې وړاندي هم د هلمند، نیمروز او نورو لارو څخه هیواد ته په قاچاقي ډول خوراکي توکي او درمل راوړل سوي دي.
خلک اندېښنه لري چي پر قاچاقي لارو او اکثره وخت بې کیفیته توکي او درمل هیواد ته راوړل کیږي چي لا یې هم په بشپړه توګه مخنیوی نه دی سوی.