په هملند کي اورلګېدني سل زره افغانۍ زیان اړولی

چارواکي وایي، تېره شپه د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ د دوهمي امنیتي حوزې اړوند په یوه کور کي اورلګېدنه را منځ ته سوې چي د اطفاییې مدیریت له لوري یې مخه ونیول سوه.
د هلمند امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني وایي، دغه اورلګېدنه د ګاز ډبې له امله رامنځ ته سوې وه چي له امله یې د سل زره افغانيو په اندازه زیان اړولی.
د هغه په وینا، سیمي ته د اطفایې د ژر رسېدو له امله د ۲ سوه زره افغانیو په اندازه د زیان مخنیوی سوی.
باید وویل سي چي په روان ژمي کي اکثره وخت له سونګ توکو سره د بې احتیاطۍ له امله اورلګېدني رامنځ ته کیږي چي ډېری وخت د مالي زیان تر څنګ ځاني زیان هم لري.