په هند کي د زهرجنو جعلي الکولو د څښلو له امله د مړو شمېر زیات سوی

هندي رسنیو د چارواکو له قوله ویلي، چي په دغه هیواد کي د زهرجنو جعلي الکولو د څښلو له امله د مړو شمېر ۵۳ ته لوړ سوی دی.
د تامل ناډو ایالت په کلاکوریچي سیمه کي یوه جګپوړي دولتي چارواکي ویلي، چي د پرونیو معلوماتو پر اساس د مړو شمېر ۵۳ تنه دی.
په ورته وخت کي یو شمېر نورو هندي رسنیو د یکشنبې په ورځ د قربانیانو شمېر ۵۵ تنه اعلان کړی، خو دا خبر خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړی نه دی.
تر دې مخکي د هند د جنوبي ایالت تامل ناډو مشر ویلي وه چي د سې شنبې په ورځ ۳۷ تنه د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله په څو ساعتونه کي مړه سول.
راپورونه وایي، چي تر سلو ډېر مسموم سوي کسان روغتونونو ته وړل سوي، خو د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل سوی دی.