د هند په همالیا ژوره دره کي یوه سیند ته د یوه بس موټر د لوېدو په پېښه کي لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه سوي دي.
په شمالي ایالت اوتاراکند کي یوه چارواکي ډیپک راوت خبریالانو ته ویلي، تراوسه د ۳۶ کسانو مړینه تایید سوې ده.
د ده په وینا، درې کسان چي سخت ټپیان سوي وه، د هیلیکوپټر په مرسته روغتون ته لېږدول سوي دي.
تر پېښي وروسته د ژغورني ډلي او مرستندوی کارکوونکي په ساحه کي ګمارل سوي دي.
هند په نړۍ کي پر سړکونو د مړینو تر ټولو لوړه کچه لري چي هر کال په سلګونو زره کسان مړه او ټپیان کېږي.
د ډېری پېښو اصلي علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي، خراب سړکونه او د زړو موټرو چلول ښوول کېږي.
په جولای میاشت کي په اتار پردېش ایالت کي له یوې لارۍ سره د یوه بس موټر د ټکر په پېښه کي ۱۸ کسان مړه سوي وه.