د هندي رسنیو د راپورونو له مخي، د هند په شمالي ایالت اوتراکنډ کښي د یکشنبې په سهار یوه چورلکه په ځنګلونو کښي نسکوره سوې ده.
په دې پېښه کښي اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چي په وژل سوو کښي یو ماشوم هم شامل دئ.
د راپورونو په اساس، دا پېښه د اوتراکنډ ایالت په یوه ځنګلي سیمه کښي رامنځ ته سوې، خو د چورلکي د لوېدو د لامل او نورو جزییاتو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي خپاره سوي. هندي چارواکو د پېښي په اړه د څېړنو د پيل خبر ورکړی دئ.