په هیواد کي اکثره نوي جوړ سوي بندونه د ډيرو اوبو له امله له ګواښ سره مخ دي

سږ کال د زیاتو اورښتونو او ډيرو اوبو له امله په ولسوالیو کي اکثره نوي بندونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
خلک وایي، دا بندونه تر ډېره بې کیفیته جوړ سوي ځکه د ډيرو اوبو ظرفیت نه لري او بېره ده چي ډېر بندونه به اوبه یوسي.
تازه د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په علي اباد سیمه کي د اوبو جوړ سوی بند له اوبو ډک سوی او بېره ده چي بند به د ډيرو اوبو له امله تخریب سي.
د هلند ولایت د اطلاعات او کلتور رییس حافظ عبدالراشد هلمندی وایي، که چیري دغه بند ته کومه ستونزه پېښه سي نږدې ډېری خلک به له خطر سره مخ سي.
هغه تر دغه بند لاندي د سیمو ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکړی چي خوندي سیمو ته ولاړ سي تر څو د بند د تخریب پر مهال له ستونزو سره مخ نه سي.
څه موده وړاندي د کندهار په ځينو ولسوالیو کي له جوړو سویو بندونو څخه هم ځيني یې تخریب او اوبو له منځه وړي وه.
دغه راز تېر کال د زابل په مېزاني ولسوالۍ کي هم یو جوړ سوی بند د ډیرو اوبو له امله په بشپړ ډول له منځه وړل سوی وو.
خلک وایي، ډېری دغه بندونه غیر معیاري او بې کیفیته جوړ سوي او د ډکېدو پر مهال د اوبو لپاره داسي لاري نه لري چي اوبه په ښه توګه ځني وبهیږي او بند ته زیان ونه رسیږي.