په هیواد کي دننه او بهر هر کال ۱.۴ میلیارده ډالر پر درملو لګول کیږي

د خوړو او درملو ملي ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر وایي، افغانان په هیواد کي دننه او له هیواده بهر هر کال څه کم یو نیم ملیارده ډالر د ناروغانو پر درملنه لګوي.
د هغه په وینا، دغه وضعیت د اندېښنې وړ دی او د یادي ستونزي د حل په موخه نور اړتیا ده چي ټول په ګډه کار وکړي او د دې ستونزي مخنیوی وکړي.
ډاکټر عبدالباري عمر په هیواد کي د کوچنیانو او ښځو ترمنځ د خوارځواکۍ په اړه هم وايي، چي د خوړو نه‌ خوندیتوب د دې سبب سوی چي زرګونه ماشومان او ښځي په خوارځواکۍ اخته سي.
ډاکټران بیا په هیواد کي فقر، لوږه، بې وزلي او اقتصادي ستونزي هغه لاملونه بولي چي د ناروغانو شمېر یې زیات کړی.
د دوی په وینا، ډېری ماشومانو ته صحي خواړه نه ورکول کیږي او لویان هم منظم خواړه نه خوري چي دا یې پر روغتیا منفي اغېز کوي.
ملګرو ملتونو او د بې پولي ډاکټرانو ټولني هم په افغانستان کي په دې ورستیو کي د ناروغیو او خوارځواکو ماشومانو پر ډېروالي اندېښنه ښوولې.