په هیواد کي د اورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر شاوخوا ۷۰ کسانو ته رسېدلی

پېښو ته د رسېدو په چارو کي د دولت وزارت وايي، په هیواد کي د تېر کوچني اختر راهیسې په اورښتونو او سېلابونو کي شاوخوا ۷۰ کسان مړه او ۵۶ نور ټپيان سوي.
د یاد وزارت ویاند جانان سایق وايي د دغه مرګ ژوبلي تر څنګ ۲۶۲۷ کورونه په بشپړ او جزوي توګه تخریب سوي، درې مسجدونه او څلور ښوونځي هم خراب سوي دي.
د هغه په وینا، د سېلابونو له امله ۲۰۱۷ څاروي هم تلف سوي او ۹۵ زره ۸۶۱ جریبه کرنیزه مځکه هم خرابه سوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په افغانستان کي د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د پېښو سویو زیانونو په اړه اندېښنه ښوولې ده او وایي، زیانمن سوي کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
پېښو ته د رسېدو په چارو کي د دولت وزارت وايي، تر سروې وروسته به د اورښتونو او سېلابونو له امله زیانمن سویو کسانو سره د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ مرسته وکړي.