په هیواد کي د کانګو ناروغۍ ۲۵ کسان مړه کړي دي

د عامي روغتیا وزارت مسوولین وايي، د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیله تر اوسه د کانګو ناروغۍ ۲۸۰ مثبتي پېښي ثبت سوي او له امله یې ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت ویلي چي، دا مړینه د ټول هیواد په کچه ده او د لوی اختر په شپو او ورځو کي د یادي ناروغۍ پېښي تر بل هر وخت زیاتي وې.
په تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال کي د ټول هیواد په کچه د یادي ناروغۍ ۱۲۴۴ پېښي ثبت سوي وې او له امله یې ۲۰۲ کسان مړه سوي وه.
کانګو یوه ساري او وینه بهېدونکې ناروغي ده چي، له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي.