په ويتنام کي د بس چپه کېدو له امله لس کسان وژل سوي

د ويتنام د عامي روغتيا وزارت څخه په نشر سوي بيان کي ويل سوي دي، چي په ويتنام کي د يوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله لس کسان وژل سوي او دولس تنه نور ټپيان سوي دي، چي ټپيان د درملني په موخه نژدې روغتيايي مرکز ته لېږدول سوي دي.
دغه مسافر وړونکی بس موټر د پلازمېني هانوی د نانګ ښار پر لور روان وو، چي د هاتین ایالت اړوندوسيمه کي د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
دغه راز د ویتنام چارواکو ویلي، چي په وژل سوو او ټپیانو کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي.