په يوه ورځ د ایران څخه ۱۷ زره افغان کډوال افغانستان ته راغلي

د ایران او اسرائیلو ترمنځ د وروستیو نښتو او پر ایران د اسرائیلو د بريد له امله په یوه ورځ کي ۱۷ زره افغان کډوال د ایران څخه د جګړې د بيري د اسلام کلا بندر د لاري افغانستان ته راغلي.
د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چي دغه شمېر کډوال د سې شنبې په ورځ د ایران له بېلابېلو سیمو څخه د افغانستان پولې ته داخل سوي.
دغه کډوال، چي ډېری ئې د ایران په بېلابېلو ښارونو کي د کارګرو او عادي کارکوونکو په توګه ژوند کاوه، د جګړې د‌بيري او د ناامنۍ له امله خپل کورونه او کارونه پرېښودل او د راستنېدو پریکړه ئې وکړه.
دا کډوال اوس په سختو شرایطو کي دي او له ط..البانو څخه د روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو، سرپناه او نورو اړینو اړتیاو په برخو کي د مرستي غوښتنه کوي.
بايد وويل سي، چي د کډوالو دغه لوی شمېر راستنېدل د هيواد په کچه د سرچینو او امکاناتو د کمښت له امله جدي ننګوني رامنځ ته کړي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دوی هڅه کوي چي د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره په همکارۍ د دغو کډوالو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي، خو د مرستو او امکاناتو د کموالي له امله وضعیت لا هم نازک دی.