په پاکستان کي د اورښتونو پر مهال په بېلابیلو پیښو کي ۲۷ تنه وژل سوي دي

د اپرېل له ۱۱ او ۱۲مي راهیسي په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او پنجاب کي د سختو بارانونو پر مهال د تندر لوېدو، کورونو نړېدو او نورو پیښو کي د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل سوي او تر ۱۵ زیات ټپيان سوي دي.
راپورونه وایي، د بلوچستان د مرکز کوټي، نوشکي، ډېره بګټي، خضدار او کوهلو په ګډون په یوشمېر برخو کي سخت بارانونه سوي چي له امله یې سېلابونه راغلي دي.
دغه راز د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، کوهاټ، مومندو او ملاکنډ او د پنجاب په جنوبي برخو کي سخت اورښتونه سوي دي چي د مالي زیان تر څنګ یې ځاني زیانونه هم اړولي دي.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کي د فبرورۍ له پایه د مارچ تر پیله او بیا د مارچ په پای کي د اورښتونو پر مهال په پیښو او سېلابونو کي لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
دا په داسي حال کي ده، چي په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او د پاکستان په پنجاب کي هر کال موسمي بارانونه د لسګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او ډېر زیانونه یې اړوي.