په پاکستان کي د تېر کال پرتله وسلوالو بريدونو کي مرګ ژوبله ۷۱ سلنه زياته سوې

په اسلام اباد کي “د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز” په نوم یوې غیر حکومتي څېړنيزي ادارې په خپل تازه راپور کي ويلي چي د تېر ۲۰۲۳م کال پرتله سږ کال په پاکستان کي د ترهګريزو بريدونو له امله رامنځ ته سوې مرګ ژوبله ۷۱ سلنه زياته سوې ده.

څېړنیزي ادارې په خپل راپور کي زياته کړې چي په پاکستان کي په جولای مياشت کي ۷۹ وسلوال بريدونه سوي چي ۱۰۸ کسان پکښي وژل سوي او له ۷۰ زيات ژوبل سوي دي.

راپور وايي، په روان کال جولای مياشت کي د وسلوالو په بريدونو کي ۱۴ سلنه او د بريدونو په نتيجه کي په اوښتې مرګ ژوبله کي ۸۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

په دې راپور کي په روانه اګست مياشت کي د سويو بريدونو ذکر نه دی سوی. دغي ادارې ويلي چي تر ټولو زيات بریدونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کي سوي دي.