په پاکستان کي د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر مياشت کي په سويو وسله والو بريدونو کي ۷۷ کسان وژل سوي دي

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې په خپل تازه راپور کي ويلي چي په دغه هیواد کي د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر مياشت کي په سويو وسله والو بريدونو کي ۷۷ کسان وژل سوي دي.
اسلام اباد مېشتي دغه څېړنيزي ادارې زياته کړې ده چي د پاکستان امنیتي وضعیت د اګست مياشتي په پرتله په سپټمبر کي نسبتاً ښه سوی وو او په وسلوالو بريدونو کي اووه سلنه کمښت راغلی وو.
په راپور کي راغلي چي په سپټمبر مياشت کي د سويو بريدونو پر مهال ۳۸ امنیتي منسوبین، ۲۳ ملکي وګړي او ۱۶ وسله وال وژل سوي، او پر دې سربېره ۱۳۲ کسان ټپیان سوي چي ۷۸ یې ملکي وګړي او ۵۴ يې امنیتي منسوبين دي.
د دې راپور له مخي تېره مياشت خیبر پښتونخوا ايالت تر ټولو زيات اغېزمن سوی چي ۴۷ بريدونه پکښي سوي، ۵۴ کسان وژل سوي او ۷۹ نور ژوبل سوي دي.
دا راپور په داسي حال کي خپور سوی چي د خيبر پښتونخوا په ګڼو سيمو کي له تېرو څو کلونو راهيسي ولسي وګړي، سياسي او قبايلي مشران او د حقونو فعالان وخت په وخت د امن لپاره احتجاجونه او جرګې کوي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *