د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کي د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو لاریون د امنیتي ځواکونو په ډزو وپاشل سو.
په ټولنیزو رسنیو کي لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کي ښکاري چي د اسلام اباد ډي چوک کي پر لاریون کوونکو امنیتي ځواکونه ټکان کوي، او لاریون کوونکي د ځان ژغورني په موخه پاشل کېږي.
اسلام اباد ډي چوک کي د تحریک انصاف ګوند پلویانو مرکزي کانټینر هم سوځول سوی دی.
د امنیتي ځواکونو له لوري تېره شپه پر لاریون کوونکو مخامخ ټکانو کي لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، او لسګونه نور نیول سوي دي.
بل خوا د تحریک انصاف ګوند اعلان کړی، تر هغه چي د دې ګوند مشر عمران خان ازاد او غوښتني یې ونه منل سي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.