په پاکستان کي د کارت لرونکو افغان کډوالو لپاره د ضرب الاجل موده پوره سوه

د پاکستان د حکومت له لوري افغان کډوالو ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدو د ټاکلي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته، چي د جون ۳۰ مه وه، دغه هیواد د یادې مودې د غځېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان حکومت مخکي ویلي وه، چي د «ای سي سي» او «پي او ار» کارټونو لرونکي کډوال به هم په جبري توګه د ایستلو د لړۍ په دویم پړاو کي شامل وي.
په پاکستان کي مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، که څه هم تل د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کیږي خو په خبره یې، که د جبري ایستلو دویم پړاو پیل سي، وضعیت به یې نور هم بد سي.
د پاکستان حکومت د جبري ایستلو د لومړي پړاو له پیل مخکي ادعا کړې وه چي نژدې ۴،۴ میلیونه افغان کډوال په دغه هیواد کي مېشت دي چي له دې شمېر څخه ۱،۷۳ میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ م کال په نوومبر میاشت کي د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چي لا هم روانه ده.