په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت په صوابۍ کي د پاکستان پوليسو د ګوهاټي په نوم د افغان کډوالو په کمپ کي د افغان کډوالو دکانونه تړلي دي.
پوليس افغان کډوالو ته ويلي، چي د دغه کمپ قانوني موده پای ته رسېدلې ده او دلته نور د اوسېدو اجازه نه لري.
د پاکستان دولت يادو افغان کډوالو ته ويلي چي ژر تر ژر خپل هيواد ته ولاړ سئ.
په ورته وخت کي بيا دغه افغان کډوالو د پاکستان د دولت څخه غوښتي، چي تر اختره پوري دي اجازه ورکول سي؛ ترڅو خپل توکي خرڅ کړي او افغانستان ته ولاړ سي.
بايد وويل سي، چي پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو جبري لړۍ چټکه کړې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه باسي.