په پخواني حکومت کي د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد د قتل په قضیه کي نیول سوی

چارواکي وایي، د مخکیني حکومت پر مهال د ولسي جرګې غړی الله ‌ګل مجاهد د یو کس د وژني په تور نیول سوی او د قضیې د څېړنو تر بشپړېدو او د صلاحیت لرونکي محکمې تر حکمه به په توقیف کي وي.
‏د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، مقتول سعیدالله نومیږي او د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کي وژل سوی دی.
د الله ‌ګل مجاهد د کورنۍ غړو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چي د قتل دا پېښه څنګه او چیري سوې وه.
الله ګل مجاهد د ا.ا په پيل کي هم نیول سوی وو چي بیا بيرته خوشي سو.