په پنجشېر کي واوري ښویېدو ۸ امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وایي، چي د پنجشېر ولایت په پنجشېر دره ولسوالۍ کي د واوري را ښویېدلو له امله څلور امنیتي کسان مړه او څلور تنه نور ژوبل سوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخي، دا پېښه وړمه شپه په سرپر سیمه کي د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته کي رامنځ ته سوې او ویل کېږي چي، ژوبل سوي کسان د درملني لپاره په یوه الوتکه کي کابل ته لېږدول سوي دي.
چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا مرګ ژوبله داسي مهال رامنځ ته سوې چي، تېره اوونۍ له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې هم خبر ورکړی وو چي، د وروستیو سېلابونو له امله د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي ۳۶ کسان مړه او ۴۰ تنه نور ژوبل سوي دي.