په پنجشېر کښي درې ميله وال د‌ سيند اوبو وړي؛ د يوه جسد‌ پيدا سوی او دوه لا نادرکه دي

د ط..البانو د پنجشېر د امنيه قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د‌ دغه ولایت د لومړۍ امنتي حوزې د جنګلک په سيمه کښي د سيند اوبو درې ميله وال وړي دي.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د يوه کس جسد موندل سوی او دوه تنه لانادرکه‌ دي.
خبرپاڼه وايي، چي دغه درې تنه د‌ ميلې له پاره د‌ کابل ولايت څخه پنجشېر ته تللي وه.