په پيښور کي موټر سيکل سپرو يو تقاعد سوی افسر وژلی دئ

د پاکستان په پيښور کي نامعلومه وسلوالو موټر سيکل سپرو يو پاکستانی تقاعد سوی افسر ويشتلی او وژلی دئ.
څراغ تلوېزيون ته يوې باوري سرچېني ويلي دي، چي دغه تقاعد سوی افسر چي نور اسلام نوميږي سه شنبه د‌ماښام تر لمانځه وروسته د‌جومات څخه د کور پر لور روان وو، چي تر بريد لاندي راغلی او وژل سوی دئ.