د پاکستان پوليس وايي چي د پاکستان د پښتونخوا ايالت په صوابۍ کي يو افغان ځوان لومړی وژل سوی او وروسته ئې جسد په اور سوځول سوی دئ.
د پاکستان پوليسو ويلي، چي دغه افغان ځوان شعيب نومېدی چي د څه مودې راهيسي په صوابۍ کي اوسېدی، د هغوی په خبره چي د شعيب د قتل په تړاو ئې د هغه د يو دوست نيولی.
د پاکستاني پوليسو په خبره چي د شعيب او د هغه د دوست ترمنځ لفظي شخړه راغلي، چي وروسته ئې دوست هغه ويشتلی او وژلی و.