په پکتيا او پکتيکا کي د يکشنبې تر سهار پوري د پاکستان د پوځ بريدونو دوام کړی

سرچینو د يکشنبې په ورځ څراغ تلویزیون ته ویلي چي د پکتیا د اریوب‌ځاځیو او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سیمه کي د‌يکشنبې ترسهاره پوري د پاکستاني ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ توغول کېږي.
که څه هم ط..البانو ويلي، چي تېره شپه ئې د پاکستان پر ضد خپل عمليات پای ته رسولي.
سرچینې زیاتوي چي د پاکستاني لوري مرمۍ د ملکي خلکو پر کورونو او استوګنځایونو لګېږي چي له امله ئې ځايي اوسېدونکي له سختي ویرې او اندېښني سره مخ دي.