په پکتيا کي د والیبال سیالۍ د جاني خېلو زلميو لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کي د څلورو ولایتونو د ٧٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چي یوه میاشت مخکي پیل سوي وې، د جاني خېلو زلميو لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، په دغو سیالیو کي له پکتیا، خوست، لوګر او کابل ولایتونو څخه ٧٢ لوبډلو ګډون کړی وو، چي پایلوبه کي یې د جاني خېلو زلميو لوبډلي د ٣ پر ١ میدانونو په توپیر خپلي سیالي پټان لوبډلي ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *