په پکتيا کي د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل سوې

د پکتيا ولايت په ډنډه پټان ولسوالۍ کي د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې په موخه د واليبال سيالۍ د لنډي ځوانانو لوبډلي په بريا پيل سوې.

مسوولین وایي، دغه سیالۍ چي شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کي لنډي ځوانانو لوبډلي خپلي سيالي بابو خېلو لوبډلي ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماته ورکړه او لومړۍ لوبه يې په خپل نوم کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *