په پکتيا کي ط..البانو يو پخوانی نظامي شکنجه کړی او وژلی دئ

د پکتيا څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي ط..البانو شپږ مياشتي مخکي د عبدالظاهر په نوم يو پخوانی نظامي نيولی او زنداني کړی وو.
د سرچينې په حواله چي دغه پخوانی نظامي د ط..البانو له خوا په زندان کي شکنجه سوی وو، تر شپږ مياشتو زندان وروسته ئې جسد په يوه لېري ساحه کي تر ډبرو لاندي غورځول سوی وو.
سرچینې زیاتوي چي د هغه جسد نژدې ۱۵ ورځي مخکي د پکتیا ولایت، احمدآباد ولسوالۍ کي پیدا سوی دئ.
بايد وويل سي چي عبدالظاهر د پخواني حکومت په مهال د ننگرهار ولایت، د ملي پوځ په ليکو کي وظیفه اجرا کوله.