په پکتيا کښي ناچاودي مرمۍ چاودني پنځه ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي‌‌ دي، چي د شنبې په ورځ د دغه ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په حسین خېلو سیمه کښي د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودني له امله یو ۱۲ کلن ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان سوي دي.
د‌ خبرپاڼي په حواله چي دغه پېښه د پخوانیو جګړو د ناچاودو توکو د‌ چاودني له امله رامنځ ته سوې، چي لا هم د خلګو، په ځانګړې توګه ماشومانو له پاره جدي ګواښ دئ.