په پکتيا کښي د سولي او پرمختګ له پاره د مساوات سازمان (EPDO) وايي چي په دغه ولايت کښي ۲۴۰ غريبو کسانو ته کوچني کاروبارونه جوړ کړي دي.
د دغه سازمان په وينا چي په دغو کوچني کاروبارونو کښي خياطي، ګلدوزي، کوچني دوکانونه او د هګيو چرګانو فارمونه شامل دي.
دياد سازمان په وينا چي دغه کار ئې په دې موخه کړی، ترڅو د غريبو او بېوزلو خلګو لاسنيوی وکړي.
د EPDO مسؤلين وايي، چي د دغه کوچني کاروبارونو پر سيستم باندي ټولټال ۲,۸ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چي ټول لګښت همدا سازمان ورکړی دئ.
د يادوني وړ ده چي دغه سازمان ۲۴۰ بېکاره کسانو ته د کار زمينه پرداسي مهال برابروي، چي په افغانستان کښي په ميليونونو ځوانان د بېکارۍ څخه سرټکوي.