په پکتيکا کي د شپږو ولایتونو د اووه لوبډلو ترمنځ د نيزه وهني سیالۍ پيل سوې

د المپيک، بدني روزني او ورزش عمومي رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهني او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د پکتيکا په مرکزي ميدان کي د شپږو ولایتونو د اووه لوبډلو ترمنځ د نيزه وهني سیالۍ پيل سوې.

مسوولین وایي، دا سیالۍ ملي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو ټاکلو او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه تر سره کیږي چي دوې ورځي به دوام ولري.

په يادو سياليو کي د زابل، غزني، خوست، پکتيا، ميدان وردگ او کوربه پکتيکا A او B لوبډلو گډون کړی، چي په لومړي سکشن او دويم سينگل لين کي غزني لوبډلي تر نورو ښه لوبه کړې ده.