په پکتيکا کي د پاکستان په هوايي بريد کي ۸ د کرکټ محلي لوبغاړي وژل سوي

د‌ جمعې په ماخستن په پکتيکا ولايت کي د پاکستان پوځ په هوايي بريد کي د کرکټ ۸ محلي لوبغاړي وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه لوبغاړي د کرکټ تر سياليو وروسته ميلمستيا ته بلل سوي وو، چي هلته طياري بمبار کړي وو.
د سرچينې په وينا چي د‌ دغو لوبغاړو سره دوه کوچنيان هم وژل سوي دي.