په پکتيکا کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د مدد خېلو لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چي لس ورځي مخکي پيل سوي د مدد خېلو لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کي مدد خېلو لوبډلي سيالي کشيوال لوبډلي ته د ۱ پر صفر گول په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه راز د پکتيکا ولايت په يوسف خېلو کي د لسو لوبډلو ترمنځ د لوبغاړو ته د سالمي تفريح برابرولو او پېژندگلوي په موخه د واليبال سيالۍ پيل سوې.

دغه سیالۍ چي دوې ورځي به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کي يوسف خېلو قومنداني لوبډلي سيالي لوبډلي ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپير ماته ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *