په چمن کي د پاکستاني پوځیانو په ټکانو کي ۱۵ تنه ټپيان سوي

له تېرو څو ورځو راهیسي په چمن کي د پرلتوالو او پاکستاني ځواکونو تر منځ شخړي زیاتي سوي او پاکستاني ځواکونه هڅه کوي چي د چمن – کوټي لار له پرلتوالو څخه پاکه کړي.
د چمن اوسېدونکي وایي، په تېرو دوو ورځو کي پاکستاني ځواکونو په کوږک سیمه کي د پرلتوالو خېمې سوځولي او پر هغوی یې ټکان کړي چي یو شمېر کسان ټپیان سوي هم دي.
نن پنجشنبه یو ځل بیا په چمن کي پرلتوال د پوځي مرکز مخ ته د لاریون په ډول راټول سوي وه چي پاکستاني پوځیانو ټکان ورباندي کړي او ۱۵ تنه يې ټپیان کړي دي.
د چمن اوسېدونکي وایي، په ټپیانو کي د ۵ تنو روغتیايي وضعیت ښه نه وو او کوټي ښار ته لېږدول سوي دي.
د دوی په وینا، پرلتوالو پرته له تاوتریخوالي پرلت ته دوام ورکړی وو چې پوځیانو ټکان ورباندي کړي.
پرلتوال وایي، د پرلت مشران اکثره پرون نیول سوي او تر اوسه یې کوم برخلیک نه دی معلوم.
په چمن کي پرلتوال غوښتنه کوي چي د سپین بولدک – چمن پر دروازه دي دوی ته پرته له پاسپورټ څخه د تګ راتګ اجازه ورکول سي خو پاکستانی حکومت د هغوی دا غوښتنه نه مني.