د ډيورنډ فرضي کرښي هاخوا څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د چمن په حاجي بخت محله کي د کوچني په خاطر د شخړي له امله يوه پاکستاني اتباع افغان کډوال وژلی دئ.
د سرچينې په خبره چي دغه افغان کډوال يو کوچنی وهلی وو او د کوچني پلار بيا دغه افغان کډوال ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په حواله چي وژل سوی افغان کډوال اصلي د غزني ولایت اوسېدونکی وو.
بايد وويل سي په پاکستان کي د ط..البانو سفارت تر اوسه د دغه افغان کډوال د وژل کېدو اړوند څه نه دي ویلي.