په چمن کي زرګونه کسانو پر ډيورنډ کرښه د پاسپورټ او ويزې کارولو خلاف لاریون کړی

د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کي د سياسي ګوندونو او سوداګرو اتحاديو او زیات شمیر ځايي اوسیدونکو له سپين بولدک سره د سفر لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط عملي کېدو خلاف د احتجاج په توګه ولسي پاڅون کړی دی.

لاریون کوونکو د پاسپورټ او ويزې د اجباري کېدو خلاف شعارونه ورکول او غوښتنه يې کوله چي پر ډيورنډ کرښه دي د دواړو خواوو د ولسونو ترمنځ تګ راتګ د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره وسي.

تر لاریون وروسته یوې اعتراضیه غونډي ته دیني عالمانو او نورو کسانو وویل، چي ځايي ولس د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې مخکي شرايطو باندي د تګ راتګ غوښتنه کوي، چي هغه وخت پاسپورټ او ويزه نه وه.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په پیل کي د پاکستان حکومت اعلان وکړ چي د نومبر له لومړۍ نېټې څخه پر چمن او د ډیورنډ کرښه پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې لرل لازمي کوي؛ چي له هغه وروسته یې پر وړاندې پرلتونه او لاریونونه پيل سوه.